چي ګپ اولګوو

چي ګپ اولګوو

وائي چي دَ اور ګاډي کښي دوه کسان يو بل ته مخامخ ناست وو۔ يو زلمے وو او بل تن مشر سړے وو۔ پۀ ډبه کښي ټول خلق غلي ناست وو لکه چي دَ خبرو نۀ کولو قسم ئي کړے وي۔ ناڅاپه مخامخ ناست زلمي مشر سړي ته ووي ۔۔۔ بابا راځه چي ګپ اولګوو۔ مشر سړي ورته وخندل وي وايه کنه ۔۔۔ څۀ ګپ به لګوو؟
زلمي ورته ووي تۀ له خيره کوم خوا رَوان يي؟
مشرسړي ورته پۀ ځواب کښي ووي - مردان ته۔
بيا خو يي خوند اوکو، خو مردان کښي به کوم ځائي ته ځي؟
مشر سړے مُسکے شو، پۀ مردان کښي يو کلے دے بغداده، هغلته روان يم۔
عجيبه کار اوشو، زلمي ورته ووي زۀ هم بغدادي ته ځم خو بابا، بغداده کښي ستا کور کوم ځائي دے؟
مشر سړي ورته ووي کوز کندي کښي۔
زلمے پۀ خندا شو، دغلته دَ لوئي جومات پۀ خوا کښي يوه کوڅه ده ۔۔۔
هو هو ، مشر سړي ورته پۀ تادۍ کښي ووي دغه کوڅه کښي دويم کور زما دے۔
بيا خو کار اوشو، راواچوه لاس دغي کوڅي ته خو زۀ هم روان يم۔ تۀ چي کوم کور يادوي دغلته خو زه هم اوسم۔
خوا ته ورسره يو بل سړے ناست وو چي دَ دوي خبري يي واوريدي نو قلار نه شو۔ وئيل ئي عجيبه ده تاسو دواړۀ يو کلي ته يوي محلي ته او يو کور ته رَوان يۍ بيا هم يو بل نۀ پيژنۍ؟
مشر ورته ووي چي ورور مي، مونږ دواړۀ پلار او ځوے يو۔ اوږد سفر وو دَ ګاډي پۀ ډبه کښي هر يو داسي غلے ناست وو لګه چي ۔۔۔ دَ ټولو نه ساه ختلے وي او مونږ لکه چي هديره کښي ناست يو نو ځکه مونږ وي چي راځه يره دا خاموشي به ماته کړو او څۀ ګپ به شروع کړو۔
اوس دا خو پته ونه لګيده چي د مشر پۀ خبره دغه دريم سړے حيران شو او يا ئي په خپله غلي ناسته معذرت اوکړو کو ما دا قيصه دَ دغي چُپتيا دَ ختمولو دَ پاره بيان کړۀ۔ کومه چي دَ ګاډو په شور، دَ جهازونو په ګړزهار، دَ چودنو پۀ ډزو او پۀ دغي حادثو کښي دَ ساه ختونکو دَ چغو سورو، پۀ هنګامو کښي چار چاپيره خوره ده۔

(دَ ډاکټر همايون هُما صيب دَ کالمونو نه دَ اوسني وخت پۀ مناسبت سره انتخاب)

Comments

  1. خبره خو د صحيح ده،‍‍ خو که دا ډبه د مردان په ځائ سوات يا بير ګلئ ته روان وو نو بيا به خلقو ګپ شپ لګولو. ځکه چې خوشحاله به وو.

    ReplyDelete
    Replies
    1. په دي خبره کښي شک نشته چي زمونږ بير ګلي او دَ کنډاؤ وادي دَ حُسن نموني دي، خو دَ بده مرغه زمونږ حکمران دَ هاتهي په غوږ کښي اودۀ دي۔ ځکه چي دَ علاقي حُسن کتو له هله خلق راځي چي لاري ګدري او دَ رهائش سهوليات موجود وي کوم چي زمونږ په ضلع کښي دَ نشتوالي برابر دي۔

      Delete

Post a Comment