چي د شپيتو شي

چي د شپيتو شي ۔۔۔۔۔۔

هسي خو چا نۀ دي وئيلي چي د شپيتو شي نو د ويشتو شي۔ خبره پۀ معاشره کښي دَ مشرانو دَ مقام او عزت روانه وه يو ملګري پکښي دَ يو خپلوان قيصه وکړۀ۔ داسي اوګنړۍ چي دغه ئي دَ تربور قيصه وه۔ دغي تربور ته دَ ژوند ټولي خوشحالۍ او ټيس ټپاس دَ هغۀ دَ پلار دَ محنت او ګټي پۀ وجه تر لاسه شوي دے۔
قيصه داسي وشوه چي کله دَ هغۀ دَ پلار ناجوړتيا لګ شان اوږده شوه نو يوه ورځ هغه له ډيره غصه ورغله او دَ ناجوړۀ پلار وړاندي لګيا شۀ ۔۔۔۔۔۔ خو وار اوکړۍ دا خو به زۀ دَ ليک پۀ وروسته کښي تاسو ته وايم۔ وړومبے تمهيد خو وتړم۔
اوس تاسو نه څۀ پړده، وړومبے به هډو خپله قيصه درته اوکړم۔ دَ تيرو دري کلونو نه زۀ هم پۀ سرکاري کاغذونو کښي دَ مشرۍ پۀ اوچت منصب فائز شوے يم۔ فکر مي کوو چي دا مشري هم دَ هغي لوئي خدائي څومره لويه ورکړه ده۔ دَ دي مرتبي پته راته هله ولګيده کله چي سرکار زما دَ سرکاري ملازمت نه دَ فارغيدو حکم نامه جاري کړه او زما دَ بزرګۍ پۀ کاغذ ئي مهر اولګو۔ اوس زۀ دَ خدائي پۀ فضل کور پۀ بهر ښۀ سند يافته مشر يم او سره هغه سلوک کيږي کو چي سکندر اعظم راجه پورس سره کړے وو۔ يعني ۔۔۔۔۔۔ راجدهاني ئي تري واخسته او هغه ئي خوار و زار ژوندے پريښودۀ۔
هسي خو دَ مشرۍ بي شميره فائدي دي کو دَ دي کومه سمدستي فائده چي ماته اوشوه هغه دا وه چي زما دَ کور بنديانو دا کوشش شروع کړو چي ما کښي دَ خود اعتمادۍ او دَ خپل مدد پخپله جذبه ژوندۍ پاتي شي۔ هغوي غواړي چي زۀ دي خپل هر کار پۀ خپله کوم او دَ چا لاس ته دي نۀ ګورم۔ مثلاً دَ زوړ عمر او دَ مشرۍ وړومبۍ نخښه دَ لاس دَ ګوزن باوجود دي زۀ خپل پرتوغاښ پۀ خپله اچوم۔ خپله څپلۍ پخپله پالش کوم، چي ډوډۍ وخورم نو لوخي دي پخپله باورچي خاني ته ورسوم او کۀ پۀ خپله مي ووينځل نو دَ دي سيلف سروس پۀ وجه به زۀ نور هم دروند ښکاره شم۔ دَ شپي پۀ کټ کښي دَ غزيدو نه وړاندي دَ کور لوئي دروازي ته جرنده وَهل، دَ غسل خاني او دَ برانډي سيوائي بلبونه مړۀ کول زما دَ مشرۍ پۀ فرائضو کښي شامل دي۔ کله نا کله دَ کور بنديان غم ښادۍ له هم ځي۔ زما پۀ کونډو هر وخت دړدونه وي او زۀ دَ خپلي کونټۍ سره پۀ ګاډي کښي يواځي پۀ سيټ لوکوټي خوروور کښينم او ټوخيږم ۔۔۔۔۔۔
دَ خراشکي دَ پاره دَ ګاډي ښيښه هم هر وخت ښکته بَره کول وي، چي نور خلق پري تنګيږي او تکليف ورته رَسي نو دَ دي مسئلي حل دَ کور بنديانو سره دادے چي هغوي ما ډَبٓو سره څوکيدارۍ دَ پاره پۀ کور کښي پريږدي ځکه چي دَ کور بنديانو ته ډَبٓو زما نه زيات نزدے کورنے سپے دے۔ وړومبے خو دا خبره وه چي زما دَ وينا نه بغير چا سترګه نۀ شوه رپولي۔ سم دَ ټول کور چيف ايګزيکټيو ووم، مجال وۀ چي پۀ باورچي خانه کښي چا زما دَ اجازت نه بغير انغرے بَل کړے وے۔ غسل خانو ته دَ تلو دَ پاره به ئي هم زما نه اجازت غوښتو، پۀ کټوۍ کښي مالګه څومره پکار ده او چائي څومره خوږۀ کړو دا تپوس به مانه کيدلو دَ روزانه اخلي پخلي مينو به ما جاري کوله۔ دَ ټيلي وژن پروګرامونه به زما په مرضۍ کتلے شو۔ خو دَ پنشني کيدو او دَ مشرۍ پۀ چوکۍ دَ ناستي نه پس زما دا ذمه واري او فرائض تر ډيره حده اخوا ديخوا کړے شوي دي۔ هډو پرونۍ خبره درته کوم۔ ما يوه څپلۍپۀ پښو کړه او بلي پسي دَ کټ لاندي ننوتے ووم هلته چي مي بيا نۀ مونده نو دَ تمبي شاته مي لټوله۔ زما نمسۍ ”ځلا خانم“ وئيل ګني زۀ دَ هغي سره پټ پټونے کوم۔ وړاندي وروستو ئي رانه منډي شروع کړي نور خلق زما خواله ځکه نۀ راتلل چي هغوي زما پۀ دي ورزش کښي مداخلت نۀ کولو۔ خدايه څۀ خواږۀ وختونه وو۔ پۀ دسترخوان به زما دَ ناستي نه بغير کورم نيمګړے وو۔ وړومبۍ نوړۍ به ما ماتوله بيا به نورو ډوډۍ ته لاس کولو۔ اوس زۀ ډوډۍ پسي پخپله پۀ باورچي خانه کښي لاس تپوم۔ لوخي کړنګوم، بيا هم چي څوک راته پام ونه کړي نو دَ خپلي ولوږي پۀ چغه اعلان اوکړم۔ پاتي شوه دَ کور نه دَ بهر خبره نو هغلته هم زۀ باقائده مشر شوے يم جومات کښي مُلا پسي جُخت شاته کښينم۔ زما نه څوک زيات مشر چي جومات ته رانۀ شي نو بيا اقامت هم زۀ کوم۔ وړمه ورځ پۀ ژوند کښي مي پۀ وړومبي ځل بانګ هم ووي۔ دَ خپل ملازمت پۀ دوران کښي زۀ خپلي تنخواه پسي چرته بينک ته نۀ يم تللے خو چيک به مي وليکو او تنخواه به کور ته چا راوړه۔
او زۀ هره مياشت بينک ته ځم او کونټۍ پۀ لاس نورو پنشنيانو سره پهُ اوږد قطار کښي ولاړ پۀ ټوخو سر يم۔ زما لاس کښي چيک نۀ وي۔ يوه تصديق نامه چي زۀ ددي مياشتي په وروستۍ ورځ ژوندے وم نو ځکه دَ تيري مياشتي پنشن راله راکړۍ۔ نۀ پوهيږم چي سرکار زمونږ پنشنيانو مرګ ته ولي دومره سخت پۀ انتظار وي چي هره مياشت زمونږ نه دَ ژوند سرټيفيکيټ غواړي۔ دا جوړ ځکه چي زمونږ په معاشره کښي دَ مشرانو سره کوم سلوک کيږي دَ هغي پۀ وجه دَ هغوي مرګ دَ ژوند نه زيات يقيني شوے وي۔ کو زۀ وايم هر مشر او هر پنشني ته تر هغي دَ ژوند حق حاصل دے تر کومي چي خدائے دَ هغۀ دَ پاره ساګاني ليکلي دي۔ اوس کۀ زما دَ ملګري تربور څوک چي دَ پلار پۀ ګټه وټه مزي کوي دَ خپل مرګي ځال پلار دَ کټ سر ته ودريږي او چغه کړي دا ۔۔۔۔۔۔ مري هم نه نو دَ ځوئي پۀ وينا دَ دغي مشر دَ ژوند مزے دَ وخت نه وړاندي خو ونۀ شليدو خو ولي زما دَ قلم څوکه پۀ دغي ځائي کښي دَ هغي ټکي ليکلو نه وړاندي ضرور ماته شوه کوم چي دغي ځوئي خپل پلار ته وئيلے وو۔ خو خير زما پوخ يقين دے چي دغه ټکي به راتلونکي وختونو کښي دَ هغۀ ځوئے هم هغۀ ته ضرور وائي




(دَ ډاکټر همايون هُما صيب دَ کالمونو نه دَ اوسني وخت پۀ مناسبت سره انتخاب)



Comments

Post a Comment