پۀ دي کښي به ئي خير وي
که چرته يو بنيادم ته داسي څۀ حادثه ورپيښه شي چي هغۀ ته
ترينه پۀ ظاهره زيان او نقصان رسي خو زمونږ عقل پۀ دي نه رسي چي کيدي شي دا فيصله
زمونږ دَ فائدي دَ پاره شوي وي۔ پۀ دي حقله خو ډير قيصي مشهوري دي لکه دَ بادشاه
او دَ وزير هغه قيصه چي بادشاه پۀ ښکار دَ وتو په اراده وو او په دي دوران کښي ئي ګوته
زخمي شوه نزدي موجود وزير ووئيل چي پۀ دي کښي به ئي خير وي بادشاه حيران شو او په
غصه کښي ئي اووئيل چي دا وزير په زندان کښي واچوئي، زما ګوته زخمي شوه او دے وائي
چي پۀ دي کښي به ئي خير وي۔ زۀ چي دَ ښکار نه واپس شم نو سزا به ورکوم۔ کله چي
بادشاه ښکار پسي دومره مشغول شو چي لار تري نه خطا شوه او پۀ يو ځنګلي قبيلي باندي
ورپيښ شو او هغوئي (قبيلي) دا فيصله اوکړۀ چي دا انسان به خپل ديو ته صدقه کړو۔
هر کله چي ټوله تياري مکمل شوه او بادشاه اور ته دَ غورزولو
وخت راغلو نو دَ هغه دَ ګوتي زخم تازه شو او وينه ترينه روانه شوه دَ قبيلي خلق د
خپلي ارادي نه پۀ شا شول ځکه چي دَ هغوئي دا رسم په رنځور انسان نه پوره کيدو۔ او
بادشاه ئي خوشي کړو۔
هر کله چي بادشاه خپل دربار ته واپس اورسيدو نو دَ خپلي خبري
پښيمانتيا ئي ظاهره کړۀ او دَ وزير نه ئي بخښنه اوغوخته او وي وئيل چي بي شکه دَ
الله تعالي پۀ هر کار کښي خير وي۔ نو دا شان دا متل مشهور شو۔ دلته دا قيصه زمونږ
دَ نصيحت دَ پاره بس ده۔ عرض، دا متل هوښياران پۀ داسي حالاتو کښي وړاندي کوي چرته
چي چاته داسي څۀ حادثه ورپيښه شي چي بنيادم ته ترينه تکليف ، درد، کړاؤ، غم او
خفګان ملاويږي نو هوښياران ورله طبع تسلي ورکوي چي خير دے دا تکليف او کړاؤ به ستا
دَ خير سبب اوګرزي۔ددي مطلب دَ پاره ورته دا متل وړاندي کوي چي خفه کيږۀ مه، صبر کوه!
پۀ دي کښي به ئي خير وي۔
Zabardast.
ReplyDeleteد ډاډ او تسلي ډيره مننه۔
DeleteAwesome written
ReplyDelete